|
د ژوند خبری
د
مکیز هیله من په کوربانه د ژوند خبری دوه
ساعتنی ژوندی خبریزه پروګرام دی چی د خاصو موضوعاتو په هکله د هری
پینځنی/پنجشنبه
په ورځ د ځایی وخت دمازدیګر د ۴ تر ۶ بجو خپریږی
د پروګرام موضوعات د افغانستان ملی تګلاری د درو ستنو/ستونونو
نه چی امنیت حکومت داری او پراختیا دی ټاکل
کیږی - موضوعات په دی درو برخو کښی د وخت د ضرورت او د
کندهار سره د
ارتباط پر بنسټ ټاکل کیږی او د اوریدونکی پری خبری کوی .
اوریدونکی خپلی پوښتنی د پروګرام په اوږدو کښی د
ټیلفون پیغام او یا هم بریښنا لیک له لاری مطرح کوی - دا
پروګرام د اوریدونکو نظریات خپاره / انعکاس
کوی او د رڼا اف ایم تګلاره نه ښکاره کوی - د
اوریدونکو نظریات او شکایتونه اړوندو مقاماتو
ته د وضا حت او ضروری ګامونو اخیستلو لپاره وړاندی کیږی
ځينی موضوعات/پوښتنی
چی تر اوسه خپاره سوی په لاندی توګه دی
- آیا د کندهار ښوونځیو ته لاس رسی سته او په
اړوندو سامان آلاتو سمبال دی؟
- ولی ښځی صحی سهولتونو ته لاس رسی نلری؟
- محکمی ځنګه کار کوی؟
د ژوند خبری پروګرام هره پینځنی/پنجشنبه د کندهار
پر وخت د مازدیګر پر ۴ بجو خپریږی چی تکراری د یوه نی/ یکشنبه په ورځ د
ماښام پر
لسو بجو وی
|