RANA-FM Logo
 لومړی پانه
پروګرامونه
 وړاندی کونکی
خبرونه
 پوډکاسټ

نوم : ميرويس ابدالی

زما د ژوند معيار : سپيڅلتيا، صداقت، د ښځو احترام، روڼتيا،

  زما مرام : سوله، نړيواله سوله، تلپاته سوله ، هر وګړی هرهيواد ته سوله

 زما د خوښی شيبې: د ماتو زړونو جوړيدل، د مسکا خپريدل، د اميدونو پوره کيدل.

زما کرکه: خود خواېی او ځان غوښتنه

زما د خوښي فلمي ستوري: په اسيا کي اميتاب بچن، شاه رخ، امرخان په امريکا کي انجليا جولي، په ګران هيواد کي حاجي کامران

 زما د خوښي سندرغاړي: لتا منګشيکر، ميکش، ادهات ناراين، فرهاد دريا، احمدظاهر، نغمه، عبدالله مقری، او نور

 د خوښی موسيقي : هيپ  هاپ، هندي، افغاني، محلي، (زما د اوريدونکي ذوق زما ذوق دی)

زما د خوښي نڅا: مست اتڼونه، د يارانو سره 

 د زړه راز: هيڅ راز نشته خو بيا هم رازونه لرم

 زما د خوښي رنګ: شين اسمان، زرغون ارغنداب، تور يخنکاک، د اختر ورځي سپيني جامي

 زما په ژوند کي تر ټولو مهمه ورځ: د اکتوبر۱۹

زما د خوشي لوبي: کرکټ، فوټبال، هاکي،

زما ترټولو خوښ شعر

چي انساني رڼا پيدا شي په مغزو کي د چا

هغه لګيا وي په دنیا کي انسانان جوړوي

ډير تفاوت شته په انسان کي د معنا په لحاظ

واړه مشغول دي ځيني ځان، ځيني جهان جوړي

زما خپرونه ستاسو خپرونه ده

حقيقت او عجايب زما د خپروني نوم دی

د نړی د ګوټ ګوټ څخه حيرانونکي او زړه پوري معلومات ستاسو په خدمت کي

 

دا خپرونه هره اونی تاسو په دي وختونو کي اوريدلی سی

د جمعي په ورځ د ۱۲ څخه تر ۲ بجو پوري

چهارشنبي ماښام د ۱۰ څخه تر ۱۲ بجو پوري

برښنا لېک:

mirwais@ranafm.org