RANA-FM Logo
 لومړی پانه
پروګرامونه
 وړاندی کونکی
پوډکاسټ
خبرونه
واوري
home image

د رڼا اف ام راډیو خبرتیا

د رڼا اف ام راډیو په کندهار ولایت کی له څلور کلنو بریالیو خپرونو وروسته د جوزا د میاشتی په لسمه چی د می د میاشتی د ۳۱ می نیټی سره سمون خوري خپلی خپرونی پای ته رسوي.

څلور کاله د مخه چی په کندهار کی یواځی دریو رادیو ګانو خپرونی درلودی، د رڼا اف ام رادیو د کندهار شریفو خلکو په تیره بیا ځوانانو ته د خبري ، معلوماتي او تفریحي خپرونو په وړاندی کولو سره د کاناډا د هیواد په مرسته خپلی خپرونی پیل کړی

اوس په افغانستان کی د کاناډا د ماموریت بڼه بدله شوی، او اوس کاناډا خپلی هلی ځلی د وسله والو مخالفینو سره د جګړی په ځای د افغان ملي امنیتي ځواکونو روزنی ته اړولي،تر څو افغانان پخپله د هیواد د امنیت او خوندي ساتلو دنده تر لاسه کړي

نو له دغه بدلون سره سم د کاناډا د راډیویي خپرونو پاملرنه به هم په راتلونکی کی د یو راډیو ستیشن په جوړولو سره ډیری د افغان ملي امنیتي  ځواکونو د روزنی په لاره کی د مرستی په موخه وي

د رڼا اف ام رادیو خپرونو ته د پای ټکی ایښودل او د خپلو ګرانو اوریدونکو سره خدای پاماني څه آسانه کار نه دی ، خو دا به یو سم او معقول تصميم وي ځکه چی اوس په کندهار کی رادیوګانی زیاتی شوي او اوس د کندهار خلک د هغو رادیوګانو څخه ګټه اخستی شي چی پخوا نه وی

مونږ تاسی رابولو چی د جوزا د لسمی نیټی نه وروسته چی د رڼا اف ام خپرونی پای ته رسیږي رادیو صدای ازادي کندهار واورۍ، چی په   ۸۸،۵  اف ام څپه خپریږي.

79 800 9999
 studio@ranafm.org